په کابل ښار کې د ودانیو د تراکم او د ځمکې د اشغال کچې د کنټرول په موخه د څارنې لړۍ دوام لري
۱۴۴۸/۶/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت کیفیت، کنترول د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښآري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي يټمونود کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو د تراکم او د ځمکې د اشغال کچې د ارزونې او کنټرول په موخه د ودانیو د جوړولو له بهیر څخه څارنه او ارزونه وکړه.
یاده څارنه د تېرو څارنو په دوام، د یاد ریاست د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې د سرای شمالي په فرعي کوڅو کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د جوړېدو په حال کې ودانۍ له ښاري پلانونو او نافذه اصولو سره د مطابقت له پلوه وکتل شوې.
د څارنې پر مهال هغه ودانیزې پروژې هم تر تخنیکي ارزونې لاندې ونیول شوې، چې د ښاري قوانینو او مقرراتو، منظور شوو ښاري پلانونو، د ګاونډیانو د حریم او حقونو د نقض، د ودانیز تراکم (FAR) د احتمالي زیاتوالي او د ځمکې د مجازې اشغال کچې (BCR) څخه د احتمالي سرغړونې نښې پکې لیدل شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د جوړېدو په حال کې ودانیو د څارنې او ارزونې لړۍ په دوامداره او منظم ډول روانه ده او د هغو سرغړونو په اړه چې په تخنیکي ډول تثبیت شي، د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې به لازم قانوني اقدامات ترسره شي.
