ازبکستان په افغانستان کې د استوګنیزو کورونو د جوړولو په برخه کې پانګونې ته چمتو دی

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۷:۵
ازبکستان

۱۴۴۸/۳/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د خپل کاري دفتر کې د ازبکستان له سفیر محترم اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره وکتل.

په پیل کې، د ازبکستان سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د استوګنیزو کورونو او ښارګوټو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي او د افغانستان له خلکو سره لازمې مرستې او همکارۍ ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ازبکستان هېواد لېوالتیا لري څو د کابل ښار د استوګنې په برخه کې پانګونه وکړي.

د ازبکستان سفیر همداراز د خپل هېواد د دوو ښوونیزو مرکزونو ترمنځ د همکارۍ د طرحې په اړه خبرې وکړې، چې موخه یې د انجینري اړوندو فعالیتونو په برخه کې د معلوماتو او تجربو تبادله، او د کور او ښار جوړولو وزارت د مسلکي کادرونو د پوهې او ظرفیت لوړول دي، چې نوموړي په دې برخه کې یاده طرحه د وزارت مقام ته هم وړاندې کړه.

د ازبکستان سفیر ښاغلي اویبیک عثمانوف، افغانستان یو دوست او ښه ګاونډی هېواد وباله او ژمنه یې وکړه، چې هېواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې پانګونې او همکارۍ پیل کړي.

ورپسې، د کور او ښار جوړولو وزیر محترم الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د ازبکستان سفیر او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو او حسنه اړیکو غوښتونکی دی او د ازبکستان هېواد له همکارۍ او په افغانستان کې د استوګنیزو کورونو د جوړولو په برخه کې د پانګونې له چمتووالي څخه یې قدرداني او هرکلی وکړ.

محترم حقاني وویل، چې د دوست هېواد ازبکستان د پانګونې له چمتووالي سره سم، د کور او ښار جوړولو وزارت به د اړوندو قوانینو، اصولو او طرزالعملونو په چوکاټ کې د دغې پانګونې لپاره لازم زمینه برابره کړي.

ښاغلي وزیر، هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ستونزې د افغانستان لپاره یوه مهمه او ستره موضوع وبلله او ویې ویل، چې د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې دمه له ۷۰ زرو څخه زیاتو راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه برابره کړې او د استوګنې نمرې یې وېشلې دي.

د کتنې په جریان کې، د ازبکستان سفیر د هېواد د یو شمېر ښارونو او ښارګوټو طرحه شوي پلانونه او نقشې، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د انجینرانو له لوري ترتیب شوې او د لازمې ارزونې وروسته د ویزې او منظورۍ پړاو ته رسېدلې دي، وکتلې او مطالعه یې کړې.

د ازبکستان سفیر یادې طرحې جامع او بشپړې وبللې او د کور او ښار جوړولو وزارت د انجینرانو د هڅو او مسلکي فعالیتونو ستاینه یې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کور او ښار جوړولو انسټیټیوټ کې د پروژو مدیریت تر سرلیک لاندې نهه ورځنی روزنیز سمینار پیل شو

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انسټیټیوټ د دې وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د پروژو د مدیریت په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله‌پشتې د سړک غاړې شنه ساحه له ناقانونه نیولو څخه خلاصه شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله ‌پشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۹
Background image

د کابل ښار د سره میاشت ښارګوټي کې له ښاري پلان سره د مخالفو ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول،کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت