د کور او ښار جوړولو انسټیټیوټ کې د پروژو مدیریت تر سرلیک لاندې نهه ورځنی روزنیز سمینار پیل شو
۱۴۴۸/۵/۷
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انسټیټیوټ د دې وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د پروژو د مدیریت په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د پروژو مدیریت تر سرلیک لاندې نهه ورځنی روزنیز سمینار پیل کړ.
د دې روزنیز پروګرام په ترڅ کې به ګډونوال د پروژو د مدیریت له بېلابېلو اصولو، کاري پړاوونو او اړوندو تخنیکي موضوعاتو سره لا ښه بلدتیا پیدا کړي، څو وکولای شي خپلې چارې په عملي ډګر کې په منظم، اغېزمن او مسلکي ډول پر مخ یوسي.
د پروژو مدیریت د کاري پلانونو په ترتیب، د شته سرچینو په اغېزمنه کارونه، د کاري پړاوونو په تنظیم، د وخت په مدیریت او د پروژو د چارو په همغږۍ کې مهم رول لري.
له همدې امله، د تخنیکي کارکوونکو لپاره د داسې روزنیزو پروګرامونو جوړول د هغوی د مسلکي ظرفیتونو په لوړولو او د دندو د لا اغېزمنتیا لپاره مهم بلل کېږي.
د کور او ښار جوړولو انسټیټیوټ د دغه سمینار په جوړولو سره هڅه کوي، چې د وزارت د تخنیکي کارکوونکو مسلکي پوهه او کاري وړتیاوې پیاوړې شي او هغوی وکولای شي د پروژو د مدیریت اړوند چارې د ټاکل شویو اصولو او معیارونو له مخې په ښه توګه ترسره کړي.
