په کابل ښار کې د نقلیه وسایطو د تمځایونو د جوړولو لپاره، د لوړو ودانیو له مالکانو سره خبرې وشوې
۱۴۴۸/۲/۶
په کابل ښار کې د تګ راتګ په مهال د موټرو ګڼه ګوڼه او د تمځایونو کمښت، هغه ستونزه ده چې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.
د همدې ستونزې د حل لپاره د هېواد په کچه د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو ترمنځ ګډه کاري کمېټه جوړه شوه، چې د یادې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي او حل لارې ولټوي.
په همدې لړ کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو د محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د نقلیه وسایطو د تمځایونو د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې کمېټې غونډه وکړه، چې په کې یې د خپلو لومړنیو هڅو او د پایلو یادونه وکړه.
په دې غونډه کې، د کابل ښاروالۍ، مالیې وزارت، ترانسپورټ وزارت، کور او ښار جوړولو وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کابل د ترافیکو ریاست او لوی نظارت استازو ګډون کړی وو.
ګډې کاري کمېټې وویل، د کابل ښار د لوړو ودانیو له ډیری مالکانو سره یې کتلي او ترې غوښتي یې دي، چې د خپلو ودانیو ځمکنی پوړ او یا لومړی پوړ د نقلیه وسایطو د تمځایونو لپاره ځانګړی کړي.
د کمېټې د راپور له مخې، د کابل ښار د لوړو ودانیو ډېری مالکانو له دې ملي او ښاري خدمت څخه هرکلی کړی او د همکارۍ ټټر یې ډبولی دی، خو ځینې یې د (هو او نه) ترمنځ ولاړ دي.
دا اقدام د کابل ښار د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو، د موټرو د منظم تم کېدو او د ښاري نظم د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت باور لري، که دا پرېکړه په عملي بڼه پلي شي، نو نه یوازې د ښار د سړکونو پر غاړو به د موټرو بېنظمه درېدنه کمه شي، بلکې د خلکو د تګ راتګ په مهال به هم اسانتیاوې رامنځته او د کابل ښار به د منظم او عصري ښاري مدیریت پر لور یو بل مهم ګام واخلي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدار علي کریمي بامیاني، جوړه شوې کمېټه مهمه او باصلاحیته وبلله او ویې ویل، دا کمېټه د اسلامي امارت د ریاسةالوزرا د محترم مقام د حکم او لارښوونې پر بنسټ جوړه شوې ده او اغېزمن فعالیتونه به یې په راتلونکي کې د خلکو د ژوند، تګ راتګ او ښاري اسانتیاوو په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.
ښاغلي بامیاني د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د شته ستونزو د هواري لپاره دې داسې عملي او مناسب اقدامات ترسره کړي، چې د خلکو او د اسلامي امارت په ګټه وي.
