په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
پلان تفصیلی شرکت عمرزی

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د هڅو او د نوي کابل ښار د منظمې، معیاري او متوازنې پراختیا لپاره د نوموړي د ځانګړې پاملرنې په لړ کې ترسره شوې دي.

د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان د شاوخوا ۷۲۰۰ جریبه ځمکې لپاره د عمرزي پراختیا ورکوونکي شرکت له لوري د نوي کابل ښار د لومړي فاز له جوړښتي پلان سره سم ترتیب شوی دی.

دغه برخه د نوي کابل ښار د لومړي فاز له مهمو پراختیايي برخو څخه دی، چې په تفصیلي پلان کې یې د استوګنې، سوداګرۍ، صنعت، شنو او تفریحي ساحو ترڅنګ بېلابېلې ټولنیزې او خدماتي اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

د پلان له مخې، په ۲.۱ برخه کې به له ۱۰ زرو څخه زیات استوګنیز پلاټونه، نږدې ۹۰۰ استوګنیزې او سوداګریزې لوړپوړې ودانۍ او له ۲۰۰ څخه زیاتې صنعتي کارخونې جوړې شي.

همداراز، په دغه پلان کې تر ۶۰ پورې جوماتونه، ۲۵ ښوونځي، له ۳۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه، تعلیمي، فرهنګي، ورزشي او تفریحي ساحې، د کرکټ لوبغالی، شنې ساحې، پارکونه او نورې اړینې ښاري اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په مشرۍ، د نوي کابل ښار د پراختیا په بهیر کې د معیاري ښاري پلان جوړونې، منظمې ځمکوالۍ او د ښاري اړتیاوو د تأمین لپاره هڅې روانې دي، څو دغه ستره پروژه د پلازمېنې د راتلونکې منظمې پراختیا لپاره په معیاري او متوازن ډول عملي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۵۱
Background image

په ارزګان کې د مساجدو له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مرکز ترینکوټ اړوند د خانقې جامع جومات له روانو ودانیزو چارو څخه د تخنیکي څارنه وکړه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت