د هرات ښار ماسټرپلان د تخنیکي او قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته د منظورۍ لپاره د ریاسة‌الوزراء محترم عالي مقام ته وړاندې شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۳
ماستر پلان ولایت هرات

۱۴۴۸/۱/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د هرات ښار نوی ماسټرپلان د هر اړخیزو تخنیکي مطالعاتو، امکان ‌سنجونې، ساحوي ارزونو او د ښاري پراختیا د اړتیاوو او ظرفیتونو له بشپړې څېړنې وروسته ترتیب او د وروستۍ منظورۍ لپاره د ا.ا.ا د ریاسة ‌الوزراء محترم عالي مقام ته وړاندې شو.

یاد ماسټرپلان د کور او ښار جوړولو وزارت د ملي جامع پلانونو او ښاري مطالعاتو ریاست د متخصصینو او تخنیکي کارپوهانو له لوري، د هرات ولایت مقام، د کور او ښار جوړولو ریاست او د هرات ښاروالۍ په نږدې همغږۍ چمتو شو.

دغه پلان په وزارت کې، له تخنیکي او قانوني پړاونو بشپړولو وروسته د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري تائید شو.

د هرات ښار ماسټرپلان د څو میاشتو تخصصي کار، تخنیکي مطالعاتو او د ښار د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو د ارزونې پایله ده.

دا سند د هرات ښار د ښاري پراختیا تر ټولو مهم ستراتیژیک چوکاټ بلل کېږي، چې د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال پرمختګ مسیر ټاکي او د ښاري پراختیا د اغېزمن مدیریت لپاره بنسټیزه زمینه برابروي.

په دې ماسټرپلان کې د هرات ښار اوسني او راتلونکي اړتیاوې په بېلابېلو برخو کې په پام کې نیول شوې دي، چې په کې د بېلابېلو تراکمونو استوګنیزې سیمې، سوداګریزې ساحې، مختلطې سیمې، صنعتي، اداري، تعلیمي، روغتیايي، لوژستیکي، تفریحي او کرنیزې ساحې، د ښاري ترانسپورټ شبکې، شنې سیمې او همدارنګه تاریخي او فرهنګي ساحې شاملې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت رهبري، د دې سترې طرحې پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د هرات د نوي ماسټرپلان عملي کېدل به د اقتصادي ودې، د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د ښاري زیربناوو د پراختیا او د هېواد د مهم فرهنګي، تاریخي او اقتصادي مرکز په توګه د هرات د مقام د لا پیاوړتیا لامل شي.

د یادونې وړ ده، چې د هرات ښار ماسټرپلان به د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له وروستۍ منظورۍ وروسته د دې ولایت د ښاري پراختیا رسمي سند وګرځي او په راتلونکو کلونو کې به د زیربنایي او پراختیایي پروژو د پلان جوړولو او تطبیق بنسټ تشکیل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت