د غور ولایت د مقام د مېلمستون د ودانیزو چارو له بهیر څخه نظارت ترسره شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۰
غور ولایت

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د غور ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د غور ولایت د مقام اړوند د مېلمستون د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د پروژې بېلابېلې برخې له نږدې وکتل شوې او د ودانیزو چارو عمومي وضعیت د تخنیکي معیارونو له مخې و ارزول شو.

همدارنګه د خښتکارۍ د چارو پرمختګ او د ساختماني فعالیتونو بهیر د منظور شویو نقشو مطابق وڅارل شو.

 په ساحه کې د کار د چټکتیا او مؤثریت لپاره د ساختماني موادو لېږد او تنظیم هم تر څارنې لاندې ونیول شو، او اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې د ودانیزو پروژو د کیفیت د تضمین او د معیاري تطبیق په موخه د نظارت لړۍ په دوامداره توګه روانه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت