د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
دغه څارنه د وزارت د مقام د هدایت پر بنسټ ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د روانو ساختماني فعالیتونو وضعیت او د ښاري پلانونو د تطبیق څرنګوالی له نږدې وڅېړل شو. ټاکل شوې ده، چې دا ډول څارنې د پلان له مخې دوام ومومي او د ښار نورې ساحې به هم په راتلونکو ورځو کې تر څارنې لاندې ونیول شي.
د څارنې په جریان کې هغه ودانیز فعالیتونه چې د نافذه قوانینو او منظور شوو ښاري پلانونو د احتمالي سرغړونو نښې پکې موجودې وې، تر تخنیکي ارزونې لاندې ونیول شول.
همدارنګه د ودانیزو چارو له مالکینو وغوښتل شول، چې خپل ټول قانوني اسناد، جوازونه او اړوند مدارک ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست ته وړاندې کړي، تر څو د دقیقې ارزونې وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.
موخه دا ده، چې د ښاري پلانونو سمه پلي کېدنه یقیني شي، له بې نظمۍ او غیرمعیاري ودانیو مخنیوی وشي، د ودانیزو چارو کیفیت لوړ شي او ښاري مدیریت لا اغېزمن شي.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د قانون د حاکمیت د ټینګښت لپاره دوامدارې څارنې د ښارونو د منظم پرمختګ لپاره مهمې بلل کېږي.
