د میدان وردګ ولایت کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۱۹
د ښاري نظم د تأمین او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.
د څارنې په جریان کې څرګنده شوه، چې په یادو ښارګوټو کې ټولې موجودې سرغړونې پخوانۍ دي او د تازه څارنې پر مهال کومه نوې سرغړونه ونه لیدل شوه، تخنیکي ټیم د ساحې وضعیت له نږدې وڅېړه او اړوند معلومات یې ثبت کړل.
همدارنګه ټینګار وشو، چې یادې ساحې به تر دوامدارې څارنې لاندې وي، څو د نوو سرغړونو مخه ونیول شي او ښاري اصول په بشپړ ډول رعایت شي.
