د کور او ښار جوړولو وزیر د میدان وردګ د ترمینل پروژې له روانو چارو لیدنه وکړه
۱۴۴۷/۹/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، میدان وردګ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ترانسپورتي ترمینل د جوړېدو له روانو چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه او د پروژې د پرمختګ وضعیت یې وڅېړه.
په دې لیدنه کې د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس هم په دغه ولایت کې د وزیر ملتیا کوله او د پروژې د تخنیکي او اجرایي چارو په اړه یې لازم معلومات وړاندې کړل.
د میدان وردګ د ترمینل پروژه په دوو برخو وېشل شوې ده، چې د لومړۍ برخې ودانیزې چارې یې بشپړې شوې دي او اوسمهال د دوهمې برخې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
تمه ده چې د پروژې د بشپړېدو سره به د ترانسپورتي خدمتونو د تنظیم، د مسافرو د اسانتیاوو د برابرولو او د ښاري نظم د ښه والي په برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.
د لیدنې په مهال د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د پروژې له مسوولینو وغوښتل چې د کارونو د کیفیت، د ټاکلي مهالوېش او تخنیکي معیارونو په رعایتولو سره د پروژې چارې پر مخ یوسي، څو یاد ترمینل په معیاري ډول بشپړ او د خلکو په خدمت کې وړاندې شي.
د یادونې وړ ده، چې د میدان وردګ د ترمینل پروژه د ترانسپورتي زیربناوو د پیاوړتیا او د تګ راتګ لپاره د منظم او مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په موخه پلي کېږي.
