په فراه ښار کې د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۲:۳۷
فراه

۱۴۴۷/۰۸/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې له مخې، د فراه ولایت دکور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د فراه ښار په درېیمه او پنځمه ناحیه کې د غیرقانوني او د تفصیلي پلانونو خلاف ساختماني فعالیتونو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

د ترسره شوې څارنې او تخنیکي ارزونې پر مهال، د ښاري قوانینو او نافذه مقرراتو خلاف د کومې سرغړونې نښې ونه موندل شوې، او یادې سیمې د تطبیق وړ تفصیلي پلانونو سره سم و ارزول شوې.

د کور او ښار جوړولو ریاست ټینګار وکړ، چې هر ډول ساختماني فعالیت له قانوني جواز پرته او یا د تفصیلي پلانونو خلاف، په کلکه منع دی، او له متخلفینو سره به د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې قانوني چلند وشي.

د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په همغږۍ، د ښارونو د منظم پرمختګ، د ښاري نظم د ټینګښت او د ناقانونه جوړښتونو د مخنیوي په موخه دا ډول څارنې په دوامداره توګه ترسره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۵:۴۶
Background image

په کابل کې د پلچرخي صنعتي پارک د درېیمې برخې د جوړولو په موخه د پلان د څرنګوالي په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

۱۴۴۷/۰۹/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ، د پلچرخي صنعتي پارک د درېیمې برخې د جوړولو په موخه د پلان د څرنګوالي په اړه د همغږۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

هرات ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې له چارو تخنیکي څارنه او ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۱۸

هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د دغه ولایت د عامه امن د ۰۵ کنډک اړوند د یوې پروژې له چارو څارنه وکړه.

دغه چاره د کور او ښار جوړولو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۳۵
Background image

په زابل ولایت کې د شنو ساحو د تخلیې او بېرته لومړني حالت ته د راګرځولو په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۹/۱۸

زابل ولايت کې د کور او ښارجوړولو رياست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، په دغه ولایت کې د شنو ساحو د تخلیې او بېرته خپل لومړني حالت ته د راګرځولو په تړاو د همغږۍ او همکارۍ ګډه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت