په زابل ولایت کې د شنو ساحو د تخلیې او بېرته لومړني حالت ته د راګرځولو په اړه غونډه ترسره شوه
۱۴۴۷/۹/۱۸
زابل ولايت کې د کور او ښارجوړولو رياست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، په دغه ولایت کې د شنو ساحو د تخلیې او بېرته خپل لومړني حالت ته د راګرځولو په تړاو د همغږۍ او همکارۍ ګډه غونډه وشوه.
دغه چاره د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د انکشافي پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه، چې په کې د عدلیې رياست، د امنیې قوماندانۍ ، ښاروالۍ او د استخباراتو محترمو استازو ګډون درلود.
ګډونوالو د شنو ساحو د وضعیت، احتمالي تخلفاتو او د قانوني اجراآتو د څرنګوالي په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
په غونډه کې تصمیم ونیول شو، ترڅو معلومه کړي چې دا شنې ساحې د کوم منظور شوي پلان او نقشې له مخې توزیع شوي، ښاروالۍ له لوري په قانوني ډول توزیع شوې او که غصب او په خپل سر تصرف شوې دي.
دغه راز، پر یادو ساحو د جوړو شویو ودانیو نوعیت او څرنګوالی په دقیق ډول تثبیت او مستند کړي او له معلوماتو راټولولو او بشپړې ارزونې وروسته به د راتلونکو کړنو په موخه وړاندې کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار پر دې دی، چې د شنو ساحو ساتنه د ښاري نظم، چاپېریالي توازن او عامه ګټو له مهمو اصولو څخه دي او هېڅ شخص یا اداره نشي کولای له قانوني چوکاټ پرته پر عامه ځمکو تصرف وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ډاډ ورکوي، چې د قانون د حاکمیت د تأمین او ښاري تخلفاتو د مخنیوي په برخه کې به جدي او دوامدار اقدامات ترسره کېږي.
