په غزني کې د تخنیکي پوهنتون د داخلي سړکونو د پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۷/۱۳
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس څرګنده کړه چې د دې ریاست تخنیکي ټيم د تخنیکي پوهنتون د داخلي سړکونو د پروژې له روانو ودانیزو چارو څخه له نږدې څارنه وکړه. د نظارت پر مهال د کانکریټ اچونې چارې په ساحه کې روانې وې او د پروژې د کیفیت د لوړولو لپاره تخنیکي ټیم د کار هر پړاو وڅاره.
په دې جریان کې، د پروژې د پرمختګ او د معیارونو د رعایت په موخه قراردادي شرکت ته لارښوونې او سپارښتنې ورکړل شوې، ترڅو ټولې چارې د منظور شوې نقشې او انجنیري معیارونو مطابق بشپړې کړي.
محترم رئیس همدارنګه وویل چې د کور او ښار جوړولو ریاست د ښار دننه د سړکونو د پراختیا او رغونې په برخه کې ځانګړې پاملرنه کوي، او د پوهنتون داخلي سړکونه د زده کوونکو، استادانو او کارکوونکو د اسانتیا لپاره یوه مهمه پروژه ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د تخنیکي ټيم نظارت د پروژې پر وړاندې احتمالي ستونزې معلومې کړې او قراردادي شرکت ته لارښوونې ورکړل شوې ترڅو د پروژې چارې په معیاري، خوندي او پر وخت ترسره شي.
