په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹
د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د سیدآباد ولسوالۍ په مرکز کې د مسجد شریف له روانو ودانیزو چارو هر اړخیزه څارنه ترسره کړه.
ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د مسجد شریف ودانیز کارونه په چټکۍ او منظم ډول روان دي، د نارینه وو د لمونځ ځای د پراپیټ وال سیخ بندۍ او قالب بندۍ چارې روانې وې، همداراز د نارینه وو د تشنابونو او د ملا امام د خونې اړوند دسیخ بندۍ او قالب بندۍ چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د منارونو د دایروي برخو سیخبندي او قالببندي او د ګمبد د رینګ سیخ بندي، قالب بندي او کیورینګ چارې هم پیل شوې او په فني اصولو برابرې پرمخ روانې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.