په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۸:۴۴
وردک

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د سیدآباد ولسوالۍ په مرکز کې د مسجد شریف له روانو ودانیزو چارو هر اړخیزه څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي سیف العمر وویل، د مسجد شریف ودانیز کارونه په چټکۍ او منظم ډول روان دي، د نارینه‌ وو د لمونځ ځای د پراپیټ وال  سیخ‌ بندۍ او قالب‌ بندۍ چارې روانې وې، همداراز د نارینه‌ وو د تشنابونو او د ملا امام د خونې اړوند دسیخ‌ بندۍ او قالب ‌بندۍ چارې روانې وې.

د نوموړي په خبره، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د منارونو د دایروي برخو سیخ‌بندي او قالب‌بندي او د ګمبد د رینګ سیخ‌ بندي، قالب‌ بندي او کیورینګ چارې هم پیل شوې او په فني اصولو برابرې پرمخ روانې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټيمونه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۴۰
Background image

په ادرسکن ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ادرسکن لسوالۍ کې د یو باب مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۲۶
Background image

د لوګر ولایت د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي مطیع الله زاهد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د فرامینو د تعقیب او نظارت ریاست اداري ودانۍ د ساختماني چارو څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۸:۴۴
Background image

په سیداباد ولسوالۍ کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۹

د میدان وردګو ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر وايي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د سیدآباد ولسوالۍ په مرکز کې د مسجد شریف له روانو. . .

BACK TO NEWS