په جوزجان ولایت کې د ۱۵۹۸ کورنیو لپاره د استوګنې نمرې ځانګړې شوې

۱۴۴۶/۱۱/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د اسکان دایمي کمېټې مشري په غاړه لري چې تر دې دمه یې په پنځه ویشت ولایتونو کې تر پنځه دېرش ښارګوټو لپاره پلانونه ترتیب کړي دي.
د اسکان دایمي کمېټې محترم منشي انجنیر فهیم زکریا وایي، ګام په ګام په ولایتونو کې راستنېدونکو اړمنو مهاجرینو کورنیو ته د نمرو د وېش په پار د لومړۍ فورمې د وېش بهیر پیل شوی او روان دی.
په ورته وخت کې د همدغې کمېټې له لوري د چارو چټکتیا او اغېزمن پرمختګ په موخه د رامنځته شوې عملیاتې کمېټې مشر محترم حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، د مهاجرینو لپاره جوړېدونکی ښارګوټی چې د جوزجان ولایت د مرکز اړوند سیمه کې موقعیت لري، د تفصیلي پلان له مخې یې د نمره بندۍ یا خط اچولو چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې.
ښاغلی انجنیر لطیف وایي، یاد ښارګوټی پر ۲۰۰۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، ټولټال ۱۵۹۸ استوګنیزې نمرې لري، چې د مهاجرینو د استوګنې د زمینې برابرولو، ښاري نظم، او خدماتو ته د اسان لاسرسي په موخه ترتیب شوې دي.
نوموړی وایي، د خط اچولو دا پروژه د اړوندو دولتي ادارو په حضور کې عملي شوه او د ښاري پراختیا د اصولو او معیارونو پر بنسټ تطبیق شوه.
تمه کېږي چې د دغې پروژې له تطبیق سره به نه یوازې راستنېدونکو مهاجرینو ته د استوګنې زمینه برابره شي، بلکې د ښار منظم پرمختګ ته به هم پراخې اسانتیاوې رامنځته شي.