په پکتیکا کې ۳۵۰۰ جریبه ځمکه کې د مهاجرینو ښارګوتی جوړیږي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۹:۴۹
پکتیکا

   ۱۴۴۶/ ۱۱/۱۰

د ریاسة الوزرا محترم اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په ملتیا د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په پکتیکا ولایت کې راغلو مهاجرو ته د نمرو د ویش لړۍ پیل کړه.

په مراسمو کې د پکتیکا محترم والي مولوي عبدالخالق عابد له مرکز کابل څخه ورغلي هیئت ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ مننه وکړه چې د دغه ولایت مهاجرینو د دایمي اوسیدو زمینه برابره کړه، نوموړي د کور او ښار جوړولو وزارت ځانګړې مننه وکړه چې امارتي ځمکي د یو منظم او معیاري ښارګوټي په چوکاټ کې ډیزاین او ویشي.

ورپسې د ریاسة الوزرا محترم اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د مهاجرو پر وړاندې د اسلامي امارت په مسؤلیت او اقداماتو خبري وکړې او زیاته يی کړه، امارت د خپلواکۍ تر لاسه کولو سربیره د خپلو خلکو خدمت ته مټې بډوهلې دي.

راغلو مهاجرو ته د ځمکو د ویش مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، ګاونډي هیوادونه د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف چلند کوي او افغان مهاجر په اجباري توګه راباسي.

ښاغلي نعماني د نړۍ، سیمې او ګاونډ هیوادونو غږ وکړ چې د مهاجرو برخه کې خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.

سرپرست وزیر وویل، پکتیکا ولایت په مرکز کې یو ښارګوټی د ۳۵۰۰ جریبه ځمکې په مساحت او ۱۶۵۲ نمرو په درلودو پرانیزو.

نوموړي زیاته کړه دغه ښاګوټی معیاري جوړیږي او ژوند اړتیا هرې برخې ته پکې پام شویدی.

یاد ښارګوټی ۴۸۳ پنځه بسوه يی، ۸۶۶ لس بسوه يی او ۳۰۳ پنځلس بسوه يی نمرې چې ورسره ۱۷ مسجد او مذهبي ځایونه، ۱۰ ښوونځي، وړکتون، ۸ سوداګریز مرکزونه، کلینیکونه او روغتون، ۶۷ سوداګریز بلاکونه، د اوروژنې سیستم او داسې نور جوړیږي.

په مراسمو کې د پکتیکا قومي مشرانو د امارت دغه عمل وستایه مننه يي وکړه او د هر راز همکارۍ ټټر يي وډباوه.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

BACK TO NEWS