د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې د معیاري طبي کمپلېکس پر جوړولو هوکړه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۳:۴۲
'

۱۴۴۵/۰۸/۰۹

کابل ښار کې د یو معیاري طبي کمپلېکس جوړولو لپاره ټاکل شوې کمېټې د پرلپسې پنځو ناستو وروسته هوکړه وکړه، چې یاد طبي کمپلېکس دې د نوي کابل ښار پروژې په لومړي فاز کې جوړ شي.

ټاکل شوې یاد طبي کمپلېکس د نوي کابل ښار د لومړي فاز په (۱۰۰) سل جریبه ځمکه کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاده کمېټه د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني له لوري ټاکل شوې، تر څو د عامې روغتیا وزارت اړتیاوو، مشخصاتو او معیارونو ته په کتو کابل ښار کې د یو معیاري طبي کمپلېکس جوړولو لپاره په ځای موافقه وکړي.

په ټوله کې دغه چاره، د ا.ا.ا د محترمې کابینې د روان کال د (۱۰) ګڼې مصوبې د پرېکړې د عملي کولو په موخه ترسره شوه.

د معلوماتو له مخې، جوړېدونکی معیاري طبي کمپلېکس باید په داسې ځای کې جوړ شي چې له ښاري ګڼې ګوڼې لیرې او د خلکو لاسرسی ورته اسان وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲
Background image

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۵

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوندو تخنیکي ټيم د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه او لیدنه ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۴
Background image

د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۸
Background image

د نیله باغ د سترې استوګنیزې پروژې د چټک بشپړېدو پر اړتیا ټینګار وشو

۱۴۴۸/۲/۱۴

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد له محترم سفیر ژائو شینګ او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د چین هېواد سفی. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت