د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د تخنیکي څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژې په بېلابېلو برخو کې ودانیزې چارې د ټاکلي کاري مهالوېش او تخنیکي معیارونو له مخې په چټکۍ سره روانې دي.
په دې لړ کې د سړک د فرعي بنسټ د دوهمې طبقې د هوارولو، د بنسټ د دوهمې طبقې د هوارولو او ټینګولو، او د فرعي بنسټ د لومړۍ طبقې د هوارولو او ټینګولو چارې په بېلابېلو تمځایونو کې دوام لري.
همدارنګه، د درېیم پلچک په ختیځ لوري کې د بیمونو د قالب تړلو، د پنځم پلچک په ختیځ لوري او د استنادي دېوال د تهداب د ډبرو اېښودلو، او د سړک په ختیځ لوري کې د کیندنې چارې په څو کاري ساحو کې په هم مهاله توګه روانې دي،ورسره هممهاله، د سړک په ختیځ او لوېدیځ لورو کې د شته خنډونو د لرې کولو چارې دوام لري او د برېښنا شرکت له لوري د برېښنا د پایو د نصب بهیر هم په منظمه توګه پرمخ وړل کېږي.
د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست اړوند تخنیکي ټیم وایي، د پروژې ټولې چارې د منظور شوي تخنیکي پلان له مخې روانې دي او هڅه کېږي چې د کیفیتي معیارونو په رعایت سره پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک پروژه د هېواد له مهمو ترانسپورتي پروژو څخه ده، چې په بشپړېدو سره به د کابل او بګرام ترمنځ د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې، ترافیکي ګڼه ګوڼه راکمه او د سیمې اقتصادي او ښاري پراختیا لا پیاوړې شي.
