په یو شمېر ولایتونو کې د ښاري ستونزو پر حل خبرې وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۵:۸
pic

۱۴۴۴/۰۸/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر راغلو هېوادوالو سره د هغوی په سیمو کې پر ښاري وضعیت او پراختیا خبرې وکړې.

له بېلا بېلو ولایتونو څخه راغلو هېوادوالو په خپلو سیمو کې د سوداګریزو او هستوګنیزو سیمو او پراختیا په تړاو خپلې ستونزې او ننګونې له محترم وزیر سره شریکې کړې او دغه برخه کې یې د همکارۍ او حل غوښتنې وکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني په ټولو ښارونو، ولسوالیو او سیمو کې د هستوګنیزو او سوداګریزو ودانیو د جوړښت، اصولو، شرایطو او تګلارې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او د شته ستونزو د حل برخه کې یې تر یو بریده د هو سر وخوځاوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو هېوادوالو غواړي چې په خپل سرې توګه دې د ودانیو له جوړولو او ښاري پراختیا ډډه وکړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۱۸ کیلومتره متوسط ولتاژ برېښنايي فیدر د مسیر تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیاعمومي ریاست تخنیکي ټیم، د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو سره په همغږۍ، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ۱۸ کیلومتره متوسط. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۳
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ودانیزو چارو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۴/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنتروول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونود مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم له لوري د پخوانیو نظارتونو په تعقیب، د کاري. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت