په نوي کابل ښار کې د ۱۸ کیلومتره متوسط ولتاژ برېښنايي فیدر د مسیر تخنیکي ارزونه ترسره شوه
۱۴۴۸/۴/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیاعمومي ریاست تخنیکي ټیم، د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو سره په همغږۍ، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ۱۸ کیلومتره متوسط ولتاژ برېښنايي فیدر د تمدید لپاره د مناسب مسیر د ټاکلو په موخه تخنیکي او ساحوي ارزونه ترسره کړه.
یاد فیدر د نوي کابل ښار د استوګنیزو سیمو، دولتي ادارو، مذهبي اماکنو او صنعتي پارکونو د برېښنا اړتیاوو د تأمین، د برېښنا شبکې د پیاوړتیا او د ښار د راتلونکو پراختیايي اړتیاوو د ملاتړ په موخه په پام کې نیول شوی دی.
د تخنیکي ارزونې پر مهال د فیدر د مسیر د ټاکلو ترڅنګ، د نوي کابل ښار ماستر پلان، د راتلونکو سړکونو او نورو بنسټیزو زیربناوو مسیرونه، د ځمکې د استفادې څرنګوالی او د برېښنايي تأسیساتو د خوندیتوب اړوند موضوعات هم په پام کې ونیول شول.
د نوي کابل ښار د پراختیاعمومي ریاست تخنیکي ټیم څرګندوي چې د افغانستان برېښنا شرکت سره په همغږۍ به د کابل–بګرام سړک د شین کمربند په اوږدو کې، د عمومي کانال له مسیر سره په موازي ډول، داسې مناسب، خوندي او مصؤن مسیر تثبیت شي چې په راتلونکي کې د نوي کابل ښار د نورو زیربنایي او پراختیايي پروژو پر وړاندې د خنډ سبب نه شي او د ښار پر منظم انکشاف او ښاري ښکلا منفي اغېز ونه کړي.
