دایکنډي کې د دوه ټولګټو پروژو رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۹:۲۰
دایکنډي

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دایکندي ولایت د سنګ تخت و بندر ولسوالۍ په چبراسک بازار کې د ۱۰۰۰ کسانو په ظرفیت د یو جومات رغنیزې چارې پیل او همداراز د دایکندي په مرکز نیلي ښار کې د یو روزنتون رغنیزې چارې ۷۵ سلنه بشپړې کړي دي.

د چبراسک بازار جومات په ۸۷۴ متر مربع ځمکه کې په یو پوړ د ۲۰ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو له پراختیايي بودیجې او د نیلي ښار روزنتون په ۱۲۶۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د مالیې وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو، د دولتي ادارو ودانیو، لوبغالو، کتابتونونو، موزیمونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې رغنده رول لوبولی او د ټولګټو پروژو تطبیق د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

 

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د استوګنې په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې

1447/02/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معین، محترم مولوي گل‌زرین صابر، د پاکستاني پانګوالې کمپنۍ (اچ ار ال) له مسؤلینو سره د افغانستان په ځانګړې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۰۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌ایس ریاست محترم رئیس انجنیر الحافظ محمد یوسف لطیف وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۰:۴۸
Background image

هرات کې د دولتي ادارو د برېښنا لګښت او د سولري سیستم د نصب ساحې د معلومولو سروې ترسره شوه

1447/02/19

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د اداري کمپلکس په اړوند، د برېښنا لګښتونو د ارزونې او د سولري سیستم. . .

BACK TO NEWS