د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱
درېيمه ناحیه

۱۴۴۷/۱۱/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریت د هدایت او د دوامداره نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

یادې څارنې د دهبوري شهید له څلور لارې څخه تر کوټه سنګي پله پورې بېلابېلې ساحې تر پوښښ لاندې ونیولې، چې په ترڅ کې یې د ښار په یادو برخو کې د روانو ساختماني پروژو وضعیت له نږدې و ارزول شو.

د ساحوي څارنې پر مهال، د ودانیزو پروژو منظور شوې نقشې د ساختماني چارو له موجود وضعیت او نافذه ښاري پلانونو سره پرتله شوې، څو د تخنیکي معیارونو او قانوني اصولو د رعایت کچه په دقیق ډول وارزول شي.

د ارزونې په ترڅ کې، هغه پروژې چې پکې د نافذه قوانینو او ښاري پلانونو د احتمالي سرغړونې نښې لیدل کېدې، د لا زیاتې تخنیکي څېړنې لپاره تثبیت شوې.

په همدې تړاو، د پروژو له مالکینو وغوښتل شول چې خپل قانوني اسناد، جوازونه او تخنیکي مدارک اړوند ریاست ته وسپاري، څو له هر اړخیزې ارزونې او د منظور شوو پلانونو سره د مطابقت تر تثبیت وروسته، د هر ډول سرغړونې په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست ټینګار کوي چې د دې ډول څارنو لړۍ به د کاري پلان له مخې په دوامداره توګه روانه وي او د ښار نورې ساحې به هم په نږدې راتلونکو ورځو کې تر پوښښ لاندې ونیول شي.

د یادو څارنو اساسي موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري تراکم مخنیوی، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت د بهیر پیاوړتیا بلل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳
Background image

د کابل – بګرام سړک په مسیر کې د نوري فایبر شبکې د مسیر د ټاکلو په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپلو دوامدارو فعالیتونو په لړ کې، د کابل –. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

د زابل ولایت د شاه ‌جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د شاه‌ جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه کړه.

یاده سروې د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست د کاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۸:۵۱
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او قانوني اسنادو د ارزونې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي ټیمونو، د خپلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت