ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر پېښتو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري له مرستیال سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۱۲:۴۷
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی پېښتو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال له ښاغلي مطیع الله صافی سره وکتل او د ساختماني پروژو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په سر کې، ښاغلی مطیع الله صافي د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د یاد وزارت د دایمي ودانۍ او په پروان، بدخشان، سمنګان او نورستان ولایتونو کې د دې وزارت اداري ودانیو د جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له مشرتابه څخه د یادو پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.

ورپسې، محترم محمود کرزی حکومتي ادارو د ساختماني پروژو ژر تطبیق او خلکو ته د ښه او اسانه خدماتو وړاندې کول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کاري لومړیتوب وباله او پېښتو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال ته د یادو پروژو د تطبیق ډاډ ورکړ.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ساختماني چارو معینیت ته لارښوونه وکړه تر څو د یاد وزارت سره په همغږۍ د څلورو ولایتونو لپاره د اداري ودانیو ډیزاینونه له تخنیکي ارزونې وروسته ژر تر ژره تدارکاتو ته وسپاري.

څرنګه چې د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونې پر اساس د اداري کمپلکس پروګرام د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له بدنې څخه جلا او د چارو ادارې عملیاتي ادارې ته انتقال شوې، محترم محمود کرزی ساختماني چارو او مالي او اداري معینیتونو ته لارښوونه وکړه ترڅو یاد وزارت د دایمي ودانۍ د جوړونې او بودیجې تخصیص لپاره دې د مالیې وزارت او د عملیاتي ادارې سره په ګډه کار وکړي او د دې ودانۍ د ساختماني چارو د ژر پیل لپاره هڅې ګړندی کړي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

په پروان کې د ۳۰ متري سړک د موازي کرښو د تثبیت لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت د مرکز اړوند، د پوهنتون له درې‌لارې څخه تر هوفیانو پورې د ۳۰ متري سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۶
Background image

په میمنه ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۷

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د میمنې ښار په بېلابېلو ناحیو کې د تازه جوړېدونکو ودانیو څارنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۴۴
Background image

په کابل کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د مرکز اړوند د مرنجان غونډۍ په سیمه کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت