دایکندي کې د دوه پراختیايي پروژو رغنیزې چارې له ۹۰ سلنې واوښتې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۹ - ۷:۴۶
دایکندی

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دایکندي ولایت د ښارجوړولو ریاست او د دې ولایت د ګیتي ولسوالۍ اداري ودانۍ رغنیزې چارې تر کار لاندې لري او په نیږدې راتلوونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دایکندي دښارجوړولو ریاست په ۲۱۸ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو چې یو کنفرانس خونه، ۱۱ کاري دفترونه، دوه پخلنځي او ۷ عصري تشنابونه لري د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت جوړیږي، د دې ودانۍ رغنیزې چارې ۹۲ سلنه پرمخ تللي دي. همداراز د دې ولایت د ګیتي ولسوالۍ اداري کمپلکس په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو چې ۱۷ کاري دفترونه، یو کنفرانس خونه، یو پخلنځی، یو ګدام او ۹ عصري تشناب لري د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي، د دې ودانۍ رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د بنسټیزو پروژو په تطبیق او د ټولګټو پروژو په عملي کولو سره؛ د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو؛ خلکو ته اساسي خدمات وړاندې کوي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

په پروان کې د ۳۰ متري سړک د موازي کرښو د تثبیت لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت د مرکز اړوند، د پوهنتون له درې‌لارې څخه تر هوفیانو پورې د ۳۰ متري سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۶
Background image

په میمنه ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۷

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د میمنې ښار په بېلابېلو ناحیو کې د تازه جوړېدونکو ودانیو څارنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۴۴
Background image

په کابل کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د مرکز اړوند د مرنجان غونډۍ په سیمه کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت