په کابل ښار کې ۱۵۲۸۲ د ملکیت سندونه توزیع شول

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۱۴ - ۸:۱۴
کابل

د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت پروګرام د تطبیق په دوام کې، په دې وروستیو کې د کابل ښار غیر رسمي سیمو اوسېدونکو ته ۱۵۲۸۲ د ملکیت سندونه توزیع شول.

د غیر رسمي سیمو د ثبت لړۍ له دوو کلونو را پدې خوا په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلي ښارونو کې جریان لري او تر اوسه څه باندې ۸۰۰ زره غیر رسمي کورونه ثبت شوي او د دې سیمو اوسېدونکو ته ۳۰ زره د ملکیت سندونه توزیع شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري د روان کال تر پایه، یو میلیون کورونه ثبت کړي او ۱۳۰ زره غیر رسمي کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع کړي.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۸:۵۲
Background image

د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ‌خانې د ښوونځي د ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۲

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق او نظارت تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ‌خانې د ښوونځي د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۴
Background image

د عصري ټکنالوژۍ په پلي کېدو سره د خلکو د خدمتونو وړاندې کولو بهیر لا چټکېږي

۲۱/۲/۱۴۴۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سیسټم‌سازۍ د ښوونیزې څانګې په همکارۍ، د اداري مکتوبونو او اسنادو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ښارګوټي د درېمې برخې د سړکونو د هوارولو او جغل اچونې چارې عملاً پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۲۱

د لوګر ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ښارګوټي د دریمې برخې د زیربناوو د پیاوړتیا او د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د داخلي سړکونو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت