ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د کاپیسا له والي او په ملي شورا کې د خلکو له استازو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۳:۴۳
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د کاپیسا له والي محترم عبدالطیف مراد، په ملي شورا کې د خلکو له استازو محترم حبیب الرحمان افغان، محترمه ډاکټر جدیجه الهام خلیلي او محترم مولوی محي الدین منصف سره وکتل.

په سر کې، د کاپیسا والي د ساختماني پروژو د تطبیق پر څرنګوالي، د محمود راقي ښارګوټي تفصیلي پلان د بیا کتنې، د کاپیسا ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د تجهیز او د نوي ظرفیتونو پر استخدام خبرې وکړې او د یاد وزارت له مشرتابه څخه په دې اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې، ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی کاپیسا ولایت یې د یاد وزارت لپاره یو له مهمو ولایتونو یاد کړ او د پروژو د ښه تطبیق او د شته ستونزو د حل لپاره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

همدارنګه، ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر، د محمود راقي ښارګوټي د تفصیلي پلان د بیا کتنې په اړه مسوولینو ته لارښوونه وکړه ترڅو د انجنیري او مهندسي نورمونو او ستنډردنو سره سم په دې پلان کې استوګنیزې، تفریحي، ټولنیزې، تجارتي، اقتصادي او عامه سیمې په پام کې ونیسي او اړین تعدیلات دې په دې پلان کې راوړي.

همداراز، تدارکاتو ریاست او د کاپیسا ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست ته لارښوونه وشوه ترڅو د ساختماني پروژو داوطلبي دې په خپل ولایت کې د والي تر نظر لاندې ترسره کړي او د دې پروسې په بشپړېدو سره ساختماني پروژو چارې دې ژر پیل کړي.

په همدې ترتیب، بشري سرچینو ریاست ته لارښوونه وشوه ترڅو د کاپیسا ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د اړتیا سره سم ډېر ژر دې د پنځه انجنیرانو د استخدام زمینه برابره کړي.

د غونډې په پای کې، ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د کاپیسا والي او په ملي شورا کې د خلکو استازو ته په یاد ولایت کې د ځمکوالۍ چارو تنظیم، د ساختماني پروژو د ښه تطبیق او ښاري پراختیا په برخه کې ډاډ ورکړ او د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

په پروان کې د ۳۰ متري سړک د موازي کرښو د تثبیت لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت د مرکز اړوند، د پوهنتون له درې‌لارې څخه تر هوفیانو پورې د ۳۰ متري سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۶
Background image

په میمنه ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۱۷

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د میمنې ښار په بېلابېلو ناحیو کې د تازه جوړېدونکو ودانیو څارنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۴۴
Background image

په کابل کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د مرکز اړوند د مرنجان غونډۍ په سیمه کې د جهادي مدرسې د جوړولو لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل کړې.. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت