کونړ کې د ښاري پلاني تخلفاتو د مخنیوي پر څرنګوالي خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۰:۱۷
kunar

 

۱۴۴۶/۰۱/۰۲

کونړ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، له خپل تخنیکي پرسونل سره یې اداري ناسته وکړه او پر یو لړ بېلا بېلو اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې او نظرونه تبادله شول.

ښاغلي مولوي نبي الله طلحه وایي، په دغه اداري ناسته کې، د ښاري پلاني تخلفاتو پر مخنیوي، د بېلا بېلو پلانونو پر ښه تطبیق، د ښار او ولسوالیو پر موجوده وضعیت، او دغه راز د ولسوالیو د ستراتېژيکو پلانونو پر تطبیق یې خبرې او تخنیکي بحثونه وکړل.

نوموړی وایي، په یاده ناسته کې، شته نیمګړتیاوې په نښه شوې او د حل په موخه یې پرېکنده تصامیم ونیول شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د ښارونو د شه وضعیت رامنځته کولو سربېره د ولسوالیو لپاره منظم پلانونه جوړوي او د عملي کولو لپاره یې اړوندو ښاروالیو، خصوصي سکتور ته سپاري او په ځینو برخو کې خپله لاس په کار کېږي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په تخار ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت ‌الله شجاع سره وکتل.

دواړو لوریو د. . .

BACK TO NEWS