د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت الله شجاع سره وکتل.
دواړو لوریو د ارزګان ولایت د ښاري پراختیا، د اجباري راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د مناسب استوګنځایونو برابرولو او د دې ولایت د عمومي ښاري پلانونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د ارزګان محترم والي، په دغه ولایت کې د اوسني وضعیت، ستونزو او اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښاري ستونز د حل برخه کې یې غوښتنه وکړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر، د ارزګان د خلکو د زړورتیا او د وفادارۍ ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې وزارت به یې د ښاري پلانونو د جوړولو او پلي کېدو لپاره له خپلو ټولو قانوني لارو چارو کار واخلي او امکاناتو ته په کتو به اقدامات وکړي.
د غونډې په پای کې ټینګار وشو، چې ارزګان کې د شته ښاري ستونزو د حل لپاره به تر ممکنه بریده کار کېږي او هڅه به کېږي چې انډولیزه ښاري پراختیا رامنځته شي.