کندهار کې د سړکونو غاړې او پلي لارو څخه غیر قانوني چارې لیرې کړل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۴۶
کندهار

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د کندهار ولایت د ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو په غاړه او پلي لارو کې د غیر قانوني چارو مخنیوی وشو.

ښاغلی مولوي عبدالمتین وایي، د سړکونو په غاړه به په غیر قانوني توګه د تېلو د خرڅلاو زرنج او کراچۍ ولاړې وې، چې ښاري نظم یې خراب کړی و.

نوموړی وایي، دغه اقدامات د کور او ښار جوړولو ریاست، انحصاراتو ریاست، مستوفیت، سټنډرډ ادارې او د امنیه قومنداني له خوا د یو ګډ هیئت په چوکاټ کې تر سره شول.

دغه هیئت د ښار په ګڼ شمېر سیمو، پلي لارو، هټیو، زرنج او نورو نقلیه وسایطو کې د بې ‌اجازې او ناقانونه تېلو د خرڅلاو قضیې وڅېړلې او پرېکنده اقدام یې وکړ.

د هغه په خبره، د قانون له مخې هغه هټۍ چې په خپل‌سري ډول یې تېل خرڅول، تړل شوي او مهر و موم شول.

همدارنګه ټینګار وشو چې دغه ډول کمپاینونه به دوام ولري او له ښاریانو هم غوښتنه وشوه چې د قانوني عرضه‌کوونکو څخه تېل واخلي او له ناقانونه پلورونکو سره مرسته ونه کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۴:۴۳
Background image

زابل کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ۍاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د رئیس الحاج ملا داد ګل مسلم د هدایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۴۶
Background image

کندهار کې د سړکونو غاړې او پلي لارو څخه غیر قانوني چارې لیرې کړل شوې

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین وایي، د کندهار ولایت د ښار په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو په غاړه او پلي لارو کې د غیر قانوني چارو مخنیوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د خوست ښار کې د ښاري پلاني تخلفاتو پر وړاندې څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، په خوست کې د کور او ښار جوړولو ریاست انجينري ټيم د ښاري پلاني تخلفاتو د. . .

BACK TO NEWS