کندز ولایت کې د یوې پروژې دویم برآورد ترسره شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۲:۵۳
کندز

۱۴۴۶/۰۶/۱۹

کندز ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد رمضان کلیم وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم په ملتیا یې دغه ولایت کې د یوې پروژو دویم براورد ترسره کړ.

ښاغلی مولوي کلیم وایي، یاد براودر په دغه ولایت کې د عدلیې محترم ریاست د اداري تعمیر د رنګ او ترمیماتي پروژې و، چې د یاد ریاست په غوښتنه ترسره شو.

نوموړی وایي، د ریاست اړوند انجنیر یې یاد براورد په بشپړه توګه ترسره کړ، او پایله یې د عدلیې محترم ریاست ته وسپارله.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانیزو پروژو دقیق براوردونه کوي، لګښت یې معلوموي او بیا یې فرمایش ورکوونکې ادارې ته سپاري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزیر د یوناما له مرستیال سره د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ښاري پراختیا په اړه وکتل

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

د استالف ولسوالۍ د ښاري انکشافي پلان له ساحې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست، د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د ښاري پراختیایي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم، د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د اریا ښارګوټي له وضعیت څارنه وکړه

۱۴۴۸/۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د مشرتابه د لارښوونې او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت