د استالف ولسوالۍ د ښاري انکشافي پلان له ساحې تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۷
د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست، د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د ښاري پراختیایي (انکشافي) پلان له ساحې څخه تخنیکي او ساحوي څارنه وکړه.
د څارنې په پیل کې، یاد پلاوي د چارو د همغږۍ په موخه د استالف ولسوالۍ له محترم ولسوال او د امنیې قوماندانۍ له محترمو مسؤلینو سره لیده کاته وکړه او د ښاري نظم، د قانون د تطبیق او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په اړه یې خبرې اترې وکړې.
وروسته، تخنیکي پلاوي د استالف ولسوالۍ د ښاري پراختیایي (انکشافي) پلان ساحه له نږدې و ارزوله او هغه ښاري سرغړونې یې وڅېړلې، چې تر دې وړاندې په یاده سیمه کې تثبیت شوې وې.
هدف دا دی، چې د نافذه قوانینو او منظور شویو پلانونو له مخې لازمې قانوني او تخنیکي کړنې ترسره شي.
د یادې څارنې موخه، د ښاري انکشافي پلان په ساحه کې د ښاري سرغړونو مخنیوی، د غیرقانوني او خپلسرو ودانیزو چارو کنټرول، د نافذه قوانینو او مقرراتو د پلي کېدو څارنه او د منظم، قانونمند او معیاري ښاري پراختیا لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول دي.
