ښار د ټولو لپاره برنامې (CFA) د رهبرۍ کمېټې ناسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۵:۴۰
کابل

ښار د ټولو لپاره برنامې (CFA) د رهبرۍ کمېټې ناسته د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار تر مشرۍ لاندې او د دغه وزارت معینانو، رئیسانو او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، کابل ښاروالۍ او یو.ان هبیتات استازیو په ګډون جوړه شوه. 

د ناستې په لومړي سر کې د ښاروالیو قانون تعدیل، د غیررسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام، د ملکیت سندونو وېش، کابل ښار کې د آدرس موندنې او د ښارونو پراختیايي پروګرامونو جوړولو څرنګوالي په تړاو د تېرې ناستې د پرېکړې په لوستلو سره د ترسره شویو فعالیتونو رپوټ وړاندې شو.

وروسته د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پیکار کابل ښاروالۍ او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته دنده وسپارله چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې دې د ښارواليو په قانون کې تعدیل راولي او راتلونکې ناستې ته دې وړاندې کړي.

په دې توګه پرېکړه وشوه چې د کابل، هرات، مزار شریف، جلال آباد، فراه، کندهار، نیلی او بامیان ښاروالۍ دې د غیررسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام چارې چټکې کړي او دې سره جوخت د یو ان هبیتات دفتر دې پر دې لار د شته خنډونو لیرې کولو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي. د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر زیاته کړه چې د غیررسمي ښاري سیمو ثبت مقرره به تر تعدیلاتو وروسته کابینې ته وړاندې شي چې په پایله کې به د غیررسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام تر چتر لاندې د ملکیت سندونو وېش لړۍ چټکه شي.

له اجنډا سره سم، ښار د ټولو لپاره د برنامې لاس‌ته راوړنې په یوه پرېزنټېشن کې وړاندې شوې. په دې پرېزنټېشن کې په اتو ښارونو کې د ۷۷۵۴۰۵ کورونو ثبت، د ۴۸ زره ګټه اخېستونکیو کورنیو تثبیت، د ۱۳۸۷۵ ملکیت سندونو وېش، کابل ښار کې د آدرس موندنې د پروژې تطبیق چارو، د پراختیايي پلانونو د تطبیق لړۍ پیل او د ۱۰۲ غیررسمي سیمو د بیا رغونې او بهسازۍ پروژو تطبیق په اړه په مفصله توګه معلومات ورکړل شول.

محترم محمد جواد پیکار، د غیررسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام یو له مهمو او د جلالتمآب جمهور رئیس له اساسي لومړیتوبونو یاد کړ او د هغه پر چټک تطبیق يې ټینګار وکړ. پر دې سربېره، د یو ان هبیتات له دفتر څخه غوښتنه وشوه چې د غیررسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام په اډاڼه کې دې د یوه ډېټابېس په جوړولو کې له ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره مرسته وکړي.

د ناستې په دوام د هرات ولایت په مسلخ ښارګوټي کې د ۲۵۰۰ کورونو ثبت، د بهسازۍ پروژو تطبیق په پار د مالي بوديجې ترلاسه کولو او همدا راز یاد ښارګوټي کې د کورنیو لپاره د ملکیت سندونو وېش په اړه معلومات وړاندې شول.

محترم محمد جواد پیکار د ساختماني چارو معینیت ته دنده وسپارله چې د بهسازۍ پلانونو ښه تطبیق او د غیررسمي ښاري سیمو ثبت پروګرام اډانه کې د ملکیت سندونو وېش لپاره د یو ان هبیتات دفتر سره په همغږۍ د عمل یو روښانه پلان جوړ او د هغه په رڼا کې دې کارونه پر مخ یوسي. دغه معینیت همدا رنګه دنده واخیسته چې هرات کې د مسلخ ښارګوټي کورونو سروې او ثبت په موخه دې بشري سرچینې په کار وګوماري او د یو ان هبیتات له دفتر څخه غوښتنه وشوه چې دغو کارکوونکیو ته دې روزنه ورکړي.

ښار د ټولو لپاره (CFA) د رهبرۍ کمېټې په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د دغې کمېټې بله ناسته دې د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ میاشت کې ترسره شي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

په بدخشان کې د یوسوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د د ډې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د بهارک ښاروالۍ اړوند د سوداګریز مارکېټ ودانیزې چارې و څارلې.

ښا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۳۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د مسجد د اعمار له چارو څخه نظارت وشو

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د یاد ریاست له تخنیکي ټیم سره یو ځای، د عامې روغتیا ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

ارزګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۲/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې،. . .

BACK TO NEWS