ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر پېښتو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري له مرستیال سره وکتل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی پېښتو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال له ښاغلي مطیع الله صافی سره وکتل او د ساختماني پروژو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.
په سر کې، ښاغلی مطیع الله صافي د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د یاد وزارت د دایمي ودانۍ او په پروان، بدخشان، سمنګان او نورستان ولایتونو کې د دې وزارت اداري ودانیو د جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له مشرتابه څخه د یادو پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.
ورپسې، محترم محمود کرزی حکومتي ادارو د ساختماني پروژو ژر تطبیق او خلکو ته د ښه او اسانه خدماتو وړاندې کول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کاري لومړیتوب وباله او پېښتو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال ته د یادو پروژو د تطبیق ډاډ ورکړ.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ساختماني چارو معینیت ته لارښوونه وکړه تر څو د یاد وزارت سره په همغږۍ د څلورو ولایتونو لپاره د اداري ودانیو ډیزاینونه له تخنیکي ارزونې وروسته ژر تر ژره تدارکاتو ته وسپاري.
څرنګه چې د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونې پر اساس د اداري کمپلکس پروګرام د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له بدنې څخه جلا او د چارو ادارې عملیاتي ادارې ته انتقال شوې، محترم محمود کرزی ساختماني چارو او مالي او اداري معینیتونو ته لارښوونه وکړه ترڅو یاد وزارت د دایمي ودانۍ د جوړونې او بودیجې تخصیص لپاره دې د مالیې وزارت او د عملیاتي ادارې سره په ګډه کار وکړي او د دې ودانۍ د ساختماني چارو د ژر پیل لپاره هڅې ګړندی کړي.
###