ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د پیروزي له ښارګوټي لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۸:۴
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی د دې وزارت له یو شمېر چارواکو سره یو ځای نن له غرمې مخکې پیروزي ښارګوټي ته لاړ او د دې ښارګوټي لپاره د اوبو د زېرمو د برابرولو په اړه له زیني ځایونو څخه لیدنه ترسره کړه.

د دې لیدنې پر مهال، یو شمېر انجنیرانو خپل تخنیکي نظریات د اوبو د زېرمو د تنظیم او برابرولو په اړه ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر ته وړاندې کړل او محترم محمود کرزی د تخنیکي نظریاتو د اورېدو وروسته د یاد ښارګوټي لپاره د اوبو د زېرمو د جوړولو په تړاو اړونده مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

پیروزي ښارګوټی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یو له مهمو پراختیايي پروژو څخه دی چې دا ښارګوټي د کابل ولایت په ده سبز ولسوالی کې جوړیږي.

دا ښارګوټی په ۸۵۰۰ جریبه ځمکه کې د ۹۳۰۰ استوګنیزو نمرو او ۴۴۷ بلاکونو په درلودو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا جوړیږي.

پیروزي ښارګوټی د کابل ولایت په کچه یو له معیاري ښارګوټو څخه دی چې په جوړیدو سره به یي د ګڼ شمېر هیوادوالو د کور نشتون ستونزه حل شي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت