پکتیکا کې څه باندې ۳۱۹ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د پکتیکا ولایت اړوندو سېمو په ۱۳۱ قطعو کې، ۳۱۹ زره او ۴۰۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه ۳۱۳۲۹۸ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۶۱۰۵ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو کې په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړې دي.