په کابل ښار کې د اندرابي تاریخي سیمې سروې او ساحوي مطالعات بشپړ شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۱۱
اندرابي

۱۴۴۸/۲/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوندې اندرابي تاریخي سیمې د سروې او ساحوي مطالعاتو بهیر بشپړ کړ.

یادې سروې او مطالعات د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې او مستند کولو په موخه په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.

د سروې او مطالعاتو په بهیر کې د سیمې تاریخي ودانۍ، د ځمکو د کارونې څرنګوالی، کوڅې او سړکونه په دقیق ډول تثبیت او وڅېړل شول.

 همدارنګه، د سیمې جغرافیایي موقعیتونه ثبت، له تاریخي ودانیو او ساحو څخه تخنیکي انځورونه واخیستل شول او د ځایي اوسېدونکو له لارې د پوښتنلیکونو، مخامخ مرکو او خبرو د ثبت په وسیله د سیمې د تاریخي مخینې، اوسني وضعیت او د خلکو د نظرونو په اړه اړین معلومات راټول شول.

د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست وایي، راټول شوي معلومات به د اندرابي تاریخي سیمې د ساتنې، مدیریت او دوامدارې پراختیا لپاره د تخصصي نقشو او علمي پلانونو د جوړولو بنسټ جوړ کړي. د اړوندو نقشو د ترتیب او وروستي کولو بهیر هم د بشپړېدو په وروستیو پړاوونو کې قرار لري.

د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست د اندرابي سیمې له اوسېدونکو څخه د سروې او ساحوي مطالعاتو پر مهال د همکارۍ له امله مننه کوي او ټینګار کوي چې د هېواد د ارزښتمنو تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې په موخه به علمي او تخنیکي پروګرامونه لا هم دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۱۱
Background image

په کابل ښار کې د اندرابي تاریخي سیمې سروې او ساحوي مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۸/۲/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوندې اندرابي تاریخي سیمې د سروې او ساحوي مطالعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۷
Background image

د فاریاب ولایت د خواجه موسی نوې جوړیدونکې ولسوالۍ د توپوګرافي سروې له چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د خواجه موسی نوې رامنځته شوې ولسوالۍ د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه د روانې توپوګرافۍ سروې له بهیر څخه څارنه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۷
Background image

په هلمند کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۲۸

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ساحوي ټیم، د سرې میاشتې اړوندې ادارې له ودانۍ او ساحې څخه د ښاري تخلفاتو د ارزونې او مخنیوي په موخه ساحوي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت