په هلمند کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۲۸
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ساحوي ټیم، د سرې میاشتې اړوندې ادارې له ودانۍ او ساحې څخه د ښاري تخلفاتو د ارزونې او مخنیوي په موخه ساحوي کتنه ترسره کړه.
د کتنې پر مهال څرګنده شوه، چې یاده اداري ځمکه د اوږدمهاله قرارداد له مخې خصوصي سکټور ته په اجاره ورکړل شوې او په پام کې وه چې په ساحه کې د تېلو پمپ جوړ شي.
د موجوده ښاري پلان له مخې، یاده ساحه د اداري کارونې لپاره ځانګړې شوې او له قانوني تعدیل پرته په کې د تجارتي فعالیت ترسره کول امکان نه لري، له همدې امله، د ساحوي ټیم د پروژې د فزیکي چارو د پیل مخه ونیوله او موضوع یې له اړوندې ادارې سره شریکه کړه.
د سرې میاشتې اړوندې ادارې د موضوع په اړه لارښوونې ومنلې او فزیکي چارې یې ودرولې، ترڅو د ساحې د قانوني تعدیل او نورو اړوندو چارو بهیر د وزارت د نافذه اصولو او تخنیکي معیارونو له مخې بشپړ شي.
