په پکتیکا ولایت کې د نوې جوړیدونکو مارکیټونو ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۶/۷
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په ښرنې ښار کې د نوې جوړیدونکو سوداګریزو مارکیټونو ودانیزې چارې و څارل شوې.
ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، ولایت د محترم مقام په هدایت یې د ترانسپورت ریاست اړوند د اداري تعمیر له رغنیزو چارو هم څارنه وکړه.
د نوموړي په خبره د یادو پروژو چارې د نقشې او پلان مطابق روانې وې، چې د بشپړیدو پورې به د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا یې چارې څارل کیږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي ټیمونه د ادارو په غوښتنه د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو پروژې په معیار برابرې په ټاکلي وخت سرته و رسیږي.