په پکتیکا ولایت کې د سړې خونې له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۰:۲۷
پکتیکا ولایت

۱۴۴۷/۷/۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د ۶۰۰ مټریک ټنه سړی خوني پروژې د ودانیزې چارو څارنه ترسره شوه، چې د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یخي هوا د شرایطو له امله د کانکریټ اچولو او ساتنې ځانګړي تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

د څارنې په مهال د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې لارښوونه وشوې،تر څو د کانکریټ اچونې په مهال اوبه ګرمې وساتي.

همدارنګه، د اچول شوي کانکریټ د ساتنې لپاره د پایو قالب باید له ۷۲ ساعتونو وروسته خلاص شي او قراردادي شرکت کولی شي د کانکریټ د ساتنې لپاره پلاستیکي خوني وکاروي او د تودوخې د لوړولو لپاره د لرګیو بخاري استعمال کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د زیربنایي پروژو د کیفیت د تضمین لپاره په دوامداره توګه د پروژو څارنه کوي او په یخو هواوو کې ځانګړي تخنیکي تدابیر نیسي، څو پروژې د منظور شوو نقشو، تخنیکي اصولو او معیارونو سره سم تطبیق شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت