په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
غزنی

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو په برخه کې اړينې لارښوونې وکړې.

ياد فعاليتونه د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنيکي ټيم او د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رياست په همکارۍ په منظم ډول پر مخ روان دي.

دا مهال د پښتون‌اباد په سيمه کې د بهسازۍ پلانونو د چمتو کولو په موخه توپوګرافي سروې ترسره کېږي، تر څو د سيمې د واقعي وضعيت پر بنسټ معياري او دوامدار پلانونه ترتيب شي.

د دغو بهسازۍ پلانونو موخه د ښاري خدماتو ښه والی، د استوګنې چاپېريال تنظيم او د خلکو لپاره د بنسټيزو زيربناوو برابرول دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټينګار کوي چې توپوګرافي سروې‌ د تخنيکي اصولو له مخې او په بشپړ شفافيت ترسره کېږي، څو راتلونکې پرمختيايي پروژې د خلکو اړتياوو او غوښتنو ته اغېزمن ځواب ووايي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د خوست ولایت د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د ودانۍ له روانو چارو څخه نظارت ترسره شو، چې د معلوماتو له مخې یې ساختماني چارې نږدې بشپړې شوې دي او تمه ده چې په ډېر لنډ وخت کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵
Background image

په ۱۷مه ناحیه کې د ښاري سرغړونو په موخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د پوهاوي او نظارت ټیم ، د کابل ښار ۱۷مې ناحیې (طلایي ښارګوټي او حاجي ادروګل ښار ګوټي څخه لیدنه وکړه.

د څارنې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت