په پکتیا کې څه د باندې ۳۰۳زره جریبه ځمکه سروې او ثبت شوه

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کیدو پر مهال د پکتیا ولایت اړوند سیمو په ۲۹۴ قطعو کې ۳۰۳۵۹۵ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه ۳۰۱۷۳۲ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۱۸۶۳جریبه د دولتي ادارو تر استفادي لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسووالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ میلیونه، ۴۳۸زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱قطعې کیږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیایي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.