په پنجشیر کې د پوهنتون د تاسیساتو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافیکه سروې ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۲۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست له لوري د پنجشیر ولایت په مرکز کې د پوهنتون د تاسیساتو د جوړولو لپاره د نوې تثبیت شوې ساحې توپوګرافي سروې ترسره شوه.
یاده سروې په شاوخوا ۴۵۵ زره او ۹۶۹ اعشاریه ۴۹۹ متر مربع ځمکه کې ترسره شوې، چې موخه یې د راتلونکو تعلیمي تاسیساتو لپاره د دقیقو تخنیکي معلوماتو راټولول او د ساحې تخنیکي ارزونه ده.
د سروې له بشپړېدو وروسته به د پوهنتون اړوند تاسیساتو د طرحې، پلان جوړونې او بنسټیزو چارو لپاره لازم تخنیکي اسناد ترتیب شي.
د لوړو زده کړو د بنسټیزو تاسیساتو پراختیا د تعلیمي خدمتونو د پیاوړتیا او د معیاري تحصیلي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره مهم ګام ګڼل کېږي، چې په دې برخه کې تخنیکي سروې اساسي رول لري.
