په پروان ولایت کې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د ټاکلو توپوګرافي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۵/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیم د پروان ولایت په مرکز کې د پوهنتون له درېلارې څخه د هوفیان له سیمې هاخوا پورې د ۳۰ متره سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو د ټاکلو توپوګرافیکه سروې بشپړه کړه.
د یادې سروې موخه د سړک د دواړو غاړو د موازي کرښو تثبیت او ټاکل دي، څو د ښاري پلانونو او اړوندو تخنیکي چارو په تنظیم کې ترې ګټه واخیستل شي.
