د غور ولایت په مرکز کې د هریرود سیند د شمالي او جنوبي سیمو د پلانونو د اصلاح لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه
۱۴۴۸/۵/۱۶
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیم د غور ولایت په مرکز کې د هریرود سیند د شمالي او جنوبي سیمو د ښاري پلانونو د اصلاح په موخه توپوګرافي سروې پیل کړې ده.
یاده سروې د دې لپاره ترسره کېږي، چې د ترلاسه شویو تخنیکي معلوماتو پر بنسټ د سیمو اصلاحاتي پلانونه ترتیب او د ښاري پراختیا لپاره لازم تخنیکي معلومات چمتو شي.
