په نیمروز کې د زرنج ښار په پنځم پلان کې د غیرې قانوني ودانیزې کړنې مخه ونیول شوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محتزم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د نیمروز ولایت د زرنج ښار په پنځم پلان کې د خپلسرو ودانیو او ښاري سرغړونو څارنه ترسره کړه.
د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني په لارښوونه د ښاري سرغړونو د مدیریت انجینر د ښار له بېلابېلو سیمو لیدنه وکړه. د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په پنځم پلان کې یوه کوڅه د تېر جمهوریت په وخت کې په خپلسري ډول تړل شوې وه.
د نوموړي په خبره، د کوڅې تړل کېدو د تګ راتګ او د خلکو د کار و بار په بهیر کې ستونزې رامنځته کړې دي. چې د سیمې د خلکو په یوه رسمي عریضه کې غوښتنه کړې چې یاده کوڅه دې بېرته پرانستل شي.
همدارازد کور او ښار جوړولو ریاست د موضوع راپور د مقام ریاست ته د لا زیاتو اجراآتو لپاره وړاندې کړی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست په هېواد کې د ښاري نظم د ټینګښت او د خپلسرو ودانیزو چارو د مخنیوي لپاره منظمې څارنې ترسره کوي.