په سمنګان ولایت کې د مسجد شریف ودانیزې چارې و څارل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۱:۲۵
سمنګان

۱۴۴۷/۴/۲

د سمنګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د دې ریاست  اړوند تخنیکي ټیم د ایبک ښار د ترانسپورټ ریاست په انګړ کې د مسجد شریف د جوړېدو له پروژې څخه څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي نوري وویل، د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د ودانۍ اسکلیت د منظور شوې نقشې او احجامو سره سم تطبیق شوی او د ګنبد د جوړېدو چارې په جریان کې دي. همدارنګه د پرانه او خښتو کارونه د نقشې سره سم بشپړ شوي دي.

د یادولو وړه ده، د مسجدونو او ديني ودانیو جوړول د ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د ښار د ښکلا او منظم جوړښت برخه هم ګڼل کېږي. د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې دا ډول پروژې د منظور شوو نقشو او انجینري معیارونو په رڼا کې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت