په فراه ولایت کې د خپلو سرو ودانیو د جوړیدو مخنیوی وشو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۳:۳۸
.

۱۴۴۶/۲/۲۲

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، د دې ریاست د ښاري تلفاتو د مخنیوي ټیم لخوا د ښار په بیلابیلو برخو کې د خپل سرو ودانیو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه چې د یو شمیر هغو کورونو د وجوړیدو مخنیوی وشو چې د ښاری پلان خلاف یې ودانیزې چارې روانې وې.

ښاغلي مولوي استقلال وویل، د دې ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي د تخنیکي ټیم لخوا د ښار په پنځمه ناحیه کې د هغو کورونو د جوړیدو چارې و ځنډول شوې چې د نقشې خلاف یې ودانیزې چارې روانې کړې وې او د کورونو مالیکنو ته لار ښوونه وشوه تر څو د کور او ښار جوړولو ریاست څخه د پلان مطابق نقشې تر لاسه کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي مسلکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د ښاري پراختیا په موخه له ودانیزو چارو څارنه کوي تر څو چارې د نقشې او پلان مطابق تر سره شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په تخار ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت ‌الله شجاع سره وکتل.

دواړو لوریو د. . .

BACK TO NEWS