په فاریاب ولایت کې د یوې ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۱/۶
د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د دې ریاست د تخنیکي ټيم لخوا په اندخوي ولسوالۍ کې د عمومي تشنابونو د پروژې له چارو څارنه وشوه.
ښاغلي مولوي ذوالفقار وویل، په اندخوی ولسوالۍ کې د نارینه او ښځینه تشنابونو ودانیزې چارې و څارل شوې، چې چارې یې د نقشې مطابق روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې ترسره کړي.