په سرپل ولایت کې د ملي راډيو ټلویزیون د تعمیر ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۰/۱۴
د سرپل ولایت د کوراوښارجوړولو ریاست محترم رئیس داملامحمد نور نوراني وایي، د دې ریاست اړوند د تخنیکي ټيم لخوا د ملي راډیو ټلویزیون د تعمیر له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.
ښاغلي ملا نوراني وویل، د تعمیر د دهلیز کانکریټ اچونه، د اسټډیو د سرامیک لګولو او نورې چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د دې پروژې چارې د نقشې مطابق روانې وې، چې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه تر څو چارې په ټاکلي وخت کې سرته و رسوي.